اوچا: افغانستان او ځينو هېوادونو کې د مرستندويه کارکوونکو پر وړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې د مرستدیو کارکوونکو په وړاندې د زورزیاتي، د دوی د تښتونې، ټپي کولو او ځورونې راپورونه ورکول شوي دي. په جنیوا کې د اوچا ویاند جینس لیرکه (Jens Laerke) پرون جمعه په یوه کنفرانس کې وویل، په ۲۰۲۴م کال کې تر بل هر کال زیات بشري کارکوونکي، روغتیاپالان، د مرستو رسولو پرسونل او بشري چارو نور مامورین وژل شوي دي. هغه د نړۍ په سطحه د وژل شویو بشري کارکوونکو شمېر تر ۲۸۱ زیات یاد کړ، چې دا تر بل هر کال لوړ شمېر دی. Читать дальше...