World News

کورمه کې فرقه‌يي شخړه؛ د پاکستان دولت په منځ‌ګړتوب اووه ورځنی اوربند شوی

د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې فرقه‌يي شخړه د پاکستان د دولت په منځ‌ګړیتوب ۷ ورځني اوربند سره پای ته ورسېده.


د منځ‌ګړي پلاوي یوه غړي د یک‌شنبې ناوخته رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، هغوی وکړای شول څو ورځنۍ فرقه‌يي شخړه چې په‌کې له دواړو خواو ۶۸ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول، پای ته ورسوي.


د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر او د دغه ایالت ویاند محمد علي سیف چې د منځ‌ګړي پلاوي غړی هم دی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، سني او شیعه رهبرانو هوکړه کړې چې نښتې پای ته ورسوي.


هغه ویلي، دواړو خواو د یوې اوونۍ لپاره په اوربند هوکړه کړې چې ممکن وغځیږي.


نوموړي همدا راز ویلي، دواړو لوريو د زندانیانو پر تبادلې چې ښځې هم په‌‌کې شاملې دي او همداراز د وژل شویو کسانو په راکړې ورکړې هم هوکړه کړې ده.




د تبادلې دغه پرېکړه به د پاکستان د پوځ په مرسته پلې شي.


د منځ‌ګړو دغه پلاوی د شنبې په ورځ پاړه چنار ته په ورتګ له سني او شعیه مشرانو سره لیدلي و.


دغه نښتې له هغې وروسته پیل شوې چې، د نومبر پر ۲۱مه په یاده سیمه کې د نامعلو کسانو له لوري پر مسافر وړونکو موټر خونړی برید وشو چې له کبله یې ۴۰ شعیه‌‌ګان ووژل شول.




د خیبر پښتونخوا د پولسو مشر او د منځ‌ګړي پلاوي غړي اکبر حیات ګنډاپور ویلي، شیعه مشرانو له ځنډ پرته پر مسافر وړونکو موټرو د خونړي برید د عاملانو د نیولو غوښتنه کړې ده.


پر مسافر وړونکو موټر د برید مسوولیت چا نه‌‌‌‌دی منلی او نه هم د پاکستان حکومت په‌‌‌‌دې اړه څه ویلي دي.


د راپورونو له‌مخې په دغو فرقه‌يي نښتو کې ډېری کسان نادرکه شوي هم دي.


د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې تر دې وړاندې هم فرقه‌يي وسله‌‌‌والې شخړې شوي دي.

Читайте на 123ru.net