ژمي کې د صندلۍ دود؛ د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي يې د خطرونو او د کارونې کيسې کوي
صندلۍ یوه عامه او پېژندل شوې وسیله ده چې، په افغانستان کې، د ژمي په موسم کې په کلیو او ان په لویو ښارونو کې هم، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د خلکو له لوري کارول کېږي.
فیصل، چې د کابل ښار یو اوسېدونکی دی، وايي سږکال ژمی یې صندلي ايښې.
هغه ازادي راډيو ته وویل، په تېرو کلونو کې یې د لرګیو بخارۍ کاروله، خو سږکال یې د اقتصادي ستونزو او د لرګیو د لوړې بیې له امله په کور کې صندلي کاروي.
هغه وايي: "موږ پخوا د لرګیو بخارۍ کاروله او ښه اقتصاد مو درلود. د ژمي لپاره به مو دوه خرواره لرګي اخیستل چې ټول ژمی مو پرې تېرېده. خو سږکال مو اقتصاد خراب دی او بېکاري زیاته ده. موږ یوازې یوه صندلۍ او دوه بورۍ سکاره اخیستي دي."
فيصل وايي چې، دا د دوی لپاره اوله تجربه ده او د صندلۍ په کارولو ډېر نهپوهېږي.
که څه هم صندلۍ یو ارزانه او مناسبه وسیله ده، خو خپلې ستونزې او خطرونه هم لري.
مولوده چې د لوګر ولایت اوسېدونکې ده وايي چې، یو ځل د صندلۍ د سکارو ګاز نیولې وه، چې ان د مرګ تر کومې یې ورسوله.
هغې ازادي راډيو ته وويل: "یوه ورځ د خپلې خاله کور ته لاړم. هلته یې صندلۍ ايښې وه، ما تجربه نه درلوده، د شپې ناوخته مې سر ګرځېده او زړه مې تنګېده. ډېر بد حالت مې درلود، ژر یې راته نارنج او مالګه راکړه. داسې مې احساس کاوه چې نړۍ راته تاوېږي، بیا یې وویل چې زه د سکارو ګازو نيولې يم."
فریبا چې د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکې ده او له کلونو راهیسې په خپل کور کې صندلي کاروي، د سکارو د تازه کولو او د صندلۍ د خوندي کارولو په اړه يې ازادي راډيو ته وويل: "کله چې سکاره په منقل کې تازه کوو، باید ښه تازه شي تر څو سپین رنګ واخلي. بیا د سکارو شاوخوا خاورې اچوو او لږ مالګه پرې شيندو. دا ګاز ختموي او بوی لهمنځه وړي. موږ لهدې تجربې ډېر څه زده کړي دي."
روغتياپالان څه وايي؟
ډاکټر نورالله چمتو چې د داخله او ماشومانو د ناروغیو متخصص دی، د سکارو د زهرجن ګاز د اغېزو او د هغې د مخنیوي په اړه وايي: "نښې نښانې یې سر درد، د زړه بدوالی او کانګې کول دي. شعور خرابېږي او انسان نهپوهېږي چې په کوم ځای کې دی. کاربن مونو اکسایډ له اکسیجن سره یوځای کېږي او لومړی په دماغو اغېز کوي. غوره درملنه دا ده چې ناروغ تازه هوا ته یوسي او اکسیجن تنفس کړي. که پام ونهشي، دا حالت وژونکی دی."
د کابل اوسېدونکي وايي چې، سږکال د یوې صندلۍ بیه له ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې ده او د یوې بورۍ سکارو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ ده.
په ورته وخت کې د یو خروار لرګیو بیه، چې پخوا له ۸ څخه تر ۹ زره افغانیو وه، سږکال ۱۳ زره افغانیو ته رسېدلې ده.
صندلۍ له لرګیو جوړېږي او مربع یا کله هم مستطیل شکل لري. کوچنۍ کورنۍ چې غړي یې کم وي ډېرى له مربع صندلۍ کار اخلي، او لویې کورنۍ مستطیل یا اوږدې صندلۍ کاروي.
په افغانستان کې د صندلۍ کارونه د ژمي په موسم کې د کورونو د تودولو لپاره عامه ده.
کورنۍ د صندلۍ په سر او شاوخوا لویه بړستن غوړوي او د هغې لاندې د سکارو د تازه کولو لپاره د اوسپنې یو منقل ږدي. د منقل لاندې ټیمي تخته او دغهشان د سکارو د تازه کولو لپاره د منقل تر څنګ ځانګړې وسيله هم ايښودل کېږي.