World News

د سپین بولدک – چمن دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوال په مخ خلاصه شوه

د سپین بولدک – چمن دروازه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ پرانستل شوه.

په سپین بولدک او چمن کې لږ ترلږه دوه ځايي سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې دغه دروازه چې د وړمې شپې د جګړې له امله تړل شوې وه نن د ورځې شاوخوا یولس بجې پرانستل شوې ده.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سپیږ بولدک – چمن په سیمه کې د ډیسمبر په ۵ مه د طالب او پاکستاني ملیشه ځواکونو له سختې نښتې او دروازې د تړل کېدو له امله په چمن کې د سلګونه افغان کډوالو کورنیو د بندو پاتې کېدو راپورونه خپاره شوي وو.

یو شمېر کډوالو ازادي راډيو ته ویلي وو چې په دې سور ژمي کې د دوی ماشومان او میرمنې له سخت تکلیف سره مخ دي.

Читайте на сайте