World News in Pashto
Май
2025

Новости за 07.05.2025

Pa.azadiradio.com 

روهیت شرما له ټیسټ لوبو تقاعد شو

د هند د کرکټ لوبډلې کپتان روهیت شرما د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ټیسټ کرکټ څخه تقاعد اخلي، خو په ۵۰ اوریزو فارمیټ کې به لوبې ته دوام ورکړي. روهیت په ۶۷ ټیسټ لوبو کې له ۴۳۰۰ څخه زیاتې منډې جوړې کړې. روهیت، چې د ویرات کوهلي سره یوځای یې تیر کال په بارباډوس کې د هند د نړیوال جام تر ګټلو وروسته له شل اوریزو نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه، په دې وروستیو کې یې په دوبۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په اتلولي ټرافي کې د لوبډلې مشري وکړه. ټاکل شوې ده چې هند د له جون میاشتې تر جولای پورې په انګلستان کې پنځه ټیسټ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د هند بریدونو په پاکستان کې څومره زیان اړولی؟

هند پر پاکستان د بریدونو ويډيوګانې خپرې کړې چې پکې ښکاري چې میزايلو یې ځينې ودانۍ له مينځه وړي دي. په همدې حال کې "جیش محمد" وسلوالې ډلې منلې چې په هغو حملو کې یې د مشر، مولانا مسعود اظهر۱۰ خپلوان او څلور نېږدې ملګري وژل شوي دي. هند د پاکستان تر واک لاندې کشمير تر څنګ د پنجاب مريدکې او بهاولپور په نخښه کړل. د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په ځوابي بریدونو کې یې پينځه هندۍ الوتکې ویشتلې دي، خو هند لا دا نه دي منلي. د هند د "سیندور" په نوم عملياتو مشري، د هندي پوځ دوو ښځو افسرانو (کرنل صوفيې قریشي او وينګ کمانډرې ويوميکا سينګ) کوله. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بهاولپور کې د هند په بريدونو کې د وژل شويو کسانو جنازې شوې دي

پر پاکستان د هند په بريدونو کې د وژل شويو کسانو د جنازي لمونځونه د مې پر اوومه په بهاولپور کې ادا کړل شوې. د جنازې پر وخت ټينګ امنيتي تدابير نيول شوي ول. د پاکستانيو چارواکو په وينا، په هغو بريدونو کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۴۶ نور ژوبل شول. د هند تر بريدونو وروسته په بهاولپور کې بيړنی حالت عملي کړل شوی وو او ټول دفترونه او ښوونځي تړل شوي ول. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د هند او پاکستان ترمنځ پر ترینګلتیا اندېښنه وښوده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او هند ترمنځ د ترینګلتیا پر زیاتېدو اندېښنه وښوده ویې ویل چې دا وضعيت د سيمې په ګټه نه بولي. د طالبانو د باندنیو چارو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او په دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي. سره له دې چې پاکستان د طالبانو کلیدي متحد انګېرل کېده، د دغه هیواد او طالبانو اړیکې په ځانګړي ډول وروسته له دې خړپړې شوې چې تېر کال پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند او پاکستان پوځي وړتیاوې

هند ۱۴۰۰ میلیونه او پاکستان شاوخوا شپږ نیم لکه ځواکونه لري. دواړه هیوادونه، چې تراوسه پورې یې په خپل منځ کې څو جګړې کړي، له کلونو راهیسي وسله واله سیالي کوي.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې په غیر فني ډول د قیمتي تیږو د کانونو استخراج

د افغانستان په ختيخ کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو یو شمیر سوداګر او د کانونو کارګران مني چې د ځايي خلکو او یو شمیر خصوصي کورني شرکتونو له خوا د ډبرو کانونه په غیر فني ډول کېندل کېږي چې هم کانونه زیانمنوي او هم کان کیندونکو ته په کې زیان اوړي.

Mashaalradio.com 

پي ټي اېم او ملتپاله ګوندونو په کوټه کې احتجاجي لاريون کړی دی

په کوټه کې د پښتون ژغورنۍ غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون يوشمېر ملتپاله ګوندونو د مې پر شپږمه له پاکستانه د افغان کډوالو په زوره ايستلو، د پي ټي اېم د مخکښانو د زنداني کېدو، په بلوچستان کې د روانې ناامنۍ، په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د کانونو په اړه د ترمیمي قانوني مسودې پر ضد او د چمن پرلت په ملاتړ احتجاجي لاریون کړی دی. نور حال په دې وېډیویي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل شول

د هند له توغندويي بریدونو وروسته پاکستان ته ګډې وډې شوې الوتنې نن بیرته پیل شوې ۔ له برید وروسته د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ له هوايي ډګرونو الوتنې درول شوې وې خو د مې په اوومه بيا پیل شوې ۔ د پاکستان د هوايي ډګرونو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ هوايي ډګرونه د اولوتکو تک راتګ ته چمتو شوي دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د عملیاتي محدودیتونو په لړ کې هوایي حریم د ۴۸ ساعتونو لپاره ځنډول شوی و خو اوس په بشپړ ډول بېرته فعال شوی دی ۔ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د وضعیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند بریدونو په پاکستان او پاکستان تر واک لاندې کشمېر کې ۲۶ کسان وژلي

اسلام‌اباد وايي، د هند راکټي بریدونو په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۶ ولسي وګړي وژلي دي. د پاکستان د پوځ ویاند، جنرال احمد شریف، ویلي چې په دې بریدونو کې ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف، دا برید "جګړه‌ییز اقدام" بللی او ویلي یې دي هېواد یې پوره حق لري چې "قوي ځواب" ورکړي. هند نن چهارشنبه سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړ چې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې یې ۹ ځایونه په نظامي بریدونو کې په نښه کړي دي. دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ وايي هند پر شپږو ځايونو بريدونه کړي دي

هند د مې پر اوومه سهار وختي اعلان وکړ چې هند پرپاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشميرکې پر نهو مقاماتو بريدونه کړي دي. د پاکستان پوځ وايي په هغو بريدونو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. په دې اړه ګل اياز د اسوشيېټېډ او رويټرز پرېس اژانسونو له ويډيوګانو يو راپور جوړ کړی دی.

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ وايي د هند په بريدونو کې ۲۶ کسان وژل شوي، ۴۶ ژوبل دي

د پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري نن سهار (د مې پر اوومه) په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. د چودري په وينا، وژل شوي او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.

Mashaalradio.com 

سېلاني روبوټ د چین ښکلو سیمو ته سفر کړی

د چين يوه شرکت د يونټري په نوم یو روبوټ جوړ کړی دی چې پر مصنوعي ذهانت سمبال دی. دا روبوټ د چین ښکلو سیمو ته تللی او هلته یې د کلتوري نندارې کړې دي. د دې سفر مقصد د لرغوني او اوسني کلتور له یو بل سره غاړه غټۍ کول ښودل شوي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ويډيويي راپور:

Pa.azadiradio.com 

ایراني رسنۍ : امیرخان متقي راتلونکې اونۍ تهران ته سفر کوي

یو شمېر ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، به د راتلونکې اوونۍ په ترڅ کې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تهران ته سفر وکړي. د مهر خبري آژانس د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) راپور ورکړ چې د طالبانو د پلاوي او ایراني چارواکو ترمنځ به په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او ګډو ګټو په اړه خبرې وشي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه تهران ته د متقي د دې احتمالي سفر په اړه څه نه دي ویلي. ایران د هغو لږو هېوادونو له ډلې څخه دی چې له د طالبانو له حکومت سره تعامل لري او د دوی د ډیپلوماټانو استازیتوب یې منلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د سوریې موقت ولسمشر نن د فرانسې له ولسمشر سره ګوري

د سوریې د حکومت یوه چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد موقت ولسمشر، احمد الشرع، به نن چهارشنبه (د ثور ۱۷مه) په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره د جګړې وروسته د سوریې د بیا رغونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي. الشرع، چې د "هیئت تحریر شام" اسلامپالې ډلې مشر دی، تېر کال د قوس په میاشت کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. دا یې د موقت ولسمشر په توګه لومړنی اروپايي سفر دی. نوموړی تر دې مخکې سعودي عربستان او ترکیې ته هم سفرونه کړي وو. د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بلوچستان کې یوې بمي چاودنې اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د پاکستان په جنوب لوېدیځ بلوچستان ایالت کې د سې شنبې په ورځ (د ثور ۱۶مه) د یوه ماین چاودنې کې اووه پاکستاني ملېشه سرتېري وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د پاکستان پوځ پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د بلوچستان د ازادۍ بښونکي پوځ (BLA) غړو، د امنیتي ځواکونو پر کاروان د کور بمي چاودنه کړې. دا برید د کچي سیمې ترڅنګ د مچ ښارګوټي په شااوخوا کې شوی دی. د بلوچستان د ایالتي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي، هغه موټر چې په نښه شوی، د امنیتي عملیاتو لپاره د روان کاروان برخه و. Читать дальше...