World News in Pashto

د امريکا کانګرس له‌خوا د افغان متحدينو د ساتنې لايحې تصويب؛ کيس لرونکو افغانانو يې هرکلی کړی

د امریکا د استازو جرګې له‌خوا د افغان د متحدینو د ساتنې لایحې تصویب د SIV، P1 او P2 کیسونو لرونکو افغانانو ته نوې هیله پیدا کړې چې، په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې امریکا ته د کډوالۍ د پروسې بهیر به يې ګړندی شي.




دوی غواړي چې د کیسونو د بهیر د چټکتیا لپاره یې عملي ګامونه پورته شي او ژر تر ژره امریکا ته انتقال شي.


د (پي ۲) کیس لرونکی اېمل چې شاوخوا درې کلونه یې په پاکستان کې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره امریکا ته د انتقال په تمه تېر کړي دي، د دې لایحې د تصویب هرکلی کوي.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "دا په رښتیا هم هغه افغانانو ته چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان کې دي یو ښه خبر دی، دا زموږ لپاره هیله ده، څنګه چې دا لایحه یې تصویب کړې هیله لرو چې دا پروسه هم ګړندۍ کړي او ژر تر ژره عملي شي، ځکه افغانان په ډېرو ستونزو سره د انتظار په حالت کې ژوند کوي."


د (پي ۱) کیس لرونکی محمد عارف وايي، د افغانستان په بادغیس ولایت کې له درې کلن انتظار وروسته په‌‌دې وروستیو کې قطر ته انتقال شوی دی.


هغه هم د دې لایحې تصویب هیله بښونکی بولي او وايي: "درې نیم کاله کېږي چې په انتظار کې یم، د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې مې مرکه او میډیکل شوی، له یوولس میاشتې وروسته څلوېښت ورځې کېږي چې قطر ته انتقال شوم. د خپل کیس د پروسس په تمه یم. هیله لرم دا لایحه اغېزناکه وي او هغه کسانو یې چې په تصویب کې ونډه درلوده په عملي کولو کې یې هم ونډه واخلي."




د کابل ښار یو اوسېدونکی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي او د (ايس‌آی‌‌وي) کیس لري، ازادي راډيو ته یې وویل: "موږ ايس‌آی‌‌وي کیس لرو، پلار مې له امریکایانو سره کار کړی، درې نیم کاله کېږي چې په تمه یوو، خو دا پروسه ډېره پڅه روانه ده او ډېره ستړې کوونکې ده، له یوې خوا په افغانستان کې کار نه‌شته او له بلې خوا موږ په ډېرو ستونزو پور واخیست او پرې پاسپورت مو واخیست، خو تر اوسه مو په کیس کې هیڅ پرمختګ نه‌شته."




د امریکا د متحدایالاتو د استازو مجلس په‌‌‌دې وروستیو کې د افغان متحدینو د ساتنې لایحه تصویب کړه.


د دې لایحې تصویب د هغو کسانو د ساتنې لپاره د امریکا د دولت پر ژمنې ټینګار کوي چې، په افغانستان کې د امریکایانو د شل‌کلن ماموریت پر مهال یې د دوی د ځواکونو تر څنګ خدمت کړی دی.


دغه لایحه د یوه استازې، دینا تیتوس له‌‌خوا کنګرې ته وړاندیز شوې وه او د ۳۳۴ موافق رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه.




نوموړې د نومبر په ۲۱مه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي و، هغه په‌‌‌دې ویاړي چې د دې لایحې مشري کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې دوی وشي کولای د خپلو هغو وړ افغان متحدینو ساتنه وکړي، کوم چې له متحدایالاتو سره یې کار کړی او د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي.


دا لایحه په‌‌‌داسې حال کې تصویب شوې چې د (ايس‌آی‌‌وي، پي ۱ او پي ۲) کیسونو لوی شمېر درلودونکي افغانان له درېیو کلونو راهیسې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي توګه پاکستان کې بې‌‌برخلیکه دي او بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.


د راپورونو له‌‌‌‌مخې، امریکا په ۲۰۲۱ کال کې خپل ډېر شمېر متحدین امریکا ته انتقال کړي دي، خو لا هم یو لوی شمېر چې کره شمېره یې معلومه نه‌‌ده، د خپلو کیسونو د بهیر بشپړېدو او امریکا ته د تلو په تمه دي.

Читайте на 123ru.net