World News in Pashto

طالبانو خوست کې د ځينو ځوانانو له لوري د کتابونو پر وېش بندېز لګولی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ځینو کتابونو په چاپ او خپرولو د محدودیتونو په لړ کې، تازه په خوست کې ځايي طالب چارواکو هغه ځوانان د کتابونو له وړیا وېش منع کړي چې له ډېرې مودې راهیسې يې په دغه ولایت کې پر خلکو وړیا کتابونه وېشل.




د دې ولایت یوشمېر هغه ځوانان چې له څه باندې درېیو کالونو راهیسې له خلکو کتابونه راټولوي او بیا یې د خلکو په ګډون په ځینو پوهنتونونو وېشي ادعا کوي چې، طالبانو ورته ویلي چې، دغه لړۍ باید له ځنډ پرته بنده کړي.


په خوست کې د کتابونو د راټولو او وېش یو تنظيموونکی چې نه‌‌غواړي د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم او اصلي غږ په راپور کې خپور شي په‌‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په خوست کې یوشمېر ځوانان هغه کتابونه چې نور خلک یې دوی ته ډالۍ کوي او بیا دوی یې په نورو وېشي، طالبانو هغه کسان ګواښلي. په اول کې یې ځینې کتابونه یاد کړي و چې هغه به نه وېشئ، خو بیا یې څوڅو ځله ور وغوښتل او اوس یې بلکل په‌‌دې لړۍ بندیز لګولی دی."


د کتابونو د وېش دغه تنظيموونکی ادعا کوي چې، هیڅکله یې داسې کتابونه چې هغه د اسلامي او افغاني اررښتونو سره په ټکر کې وي، نه‌دي راټول کړي او نه یې هم پر خلکو وېشلي دي، خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست یې په همدې پلمه د چارو مخه نیولې ده.


په همدې حال کې په خوست کې د شیخ زاهد پوهنتون یو محصل چې هغه هم نه‌‌‌غواړي نوم او اصلي غږ يې په راپور کې خپور شي وايي، د ده په ګډون ډېرو محصلانو له دغو کتابونو چې په وړیا توګه وېشل کېدل، ګټه اخیستې ده.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "زه خپله د شیخ زاهد پوهنتون محصل یم، زه په کراتو د دې شاهد پاتې شوی یم چې دغه ځوانانو به بېلابېل کتابونه چې په هغه کې ځینې تخنیکي کتابونه هم شامل وو، راوړل او د پوهنتون کتابخانې ته به یې سپارل، موږ به ترې ګټه اخيسته، خو څه وخت کېږي دوی مې نه‌‌‌دي لیدلي."




دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې، د خوست سربېره د کابل او ننګرهار په ګډون په ځینو نور ولایتونو کې هم یوشمېر ځوانانو د مطالعې د فرهنګ د عامولو په هدف د کتابونو د راټولولو او وېشلو وړیا کمپاینونه پرمخ وړي، خو په‌‌‌دې ولایتونو کې د طالبانو له لوري د دا ډول هڅو د مخنیوي موضوع چا ازادي راډيو ته تاييد نه‌‌‌‌کړه.


د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې، خو تر دې وړاندې يې ویلي وو، د هغو کتابونو چې د دوی په ټکو منځ‌پانګه یې د اسلامي او افغان ارښتونو سره په ټکر کې ده، د ټولولو په برخه کې جدي دي.




د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د خپرونو د چارو سرپرست معین ضیاالحق حقمل د تېرې عقرب میاشتې په لومړیو کې کابل کې یوې ناستې ته ویلي چې، تر اوسه یې له بازارونو ۴۰۰ عنوانه داسې کتابونه راغونډ کړي چې په خبره یې د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.


د یادونې ده چې پنځه ورځې وړاندې فرانس‌پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې، طالب چارواکي هڅه کوي د "غیراسلامي" محتویاتو په پلمه د افغانستان له کتابتونونو د دغې ډلې ضد کتابونه ليرې کړي.


تر دې وړاندې ځینو لیکوالانو او د خپرندویو ټولنو مسوولینو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې، طالبانو داسې کتابونه هم راټول کړي چې منځ‌پانګه یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه، بلکې په ځینو مواردو کې دوی د فکر خلاف هغه وه.

Читайте на 123ru.net