World News in Pashto

پاکستاني ځواکونو د عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلام‌آباد کې پراخ عملیات وکړل

د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پرون د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلام آباد کې پراخ عملیات وکړل.


دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند معترضو پلویانو د حکومت هغه امر ونه مانه چې خپلې مظاهرې پای ته ورسوي.


د عمران خان پلویان له زندانه د پخواني صدراعظم خلاصون غواړي.


۷۲ کلن عمران له۱۵۰ په ډېرو جنایي قضیو کې د لاس لرلو په تور له څه باندې یوکال راهیسې په حبس کې دی، خو د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی لا هم په خلکو کې پراخ محبوبیت لري.


د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یوې خبري غونډې ته وویل، امنیتي ځواکونو بېګا ناوخته مظاهره چیان خواره او اسلام آباد تصفیه کړ.


یو امنیتي چارواکي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کسان نیول شوي دي.


تراوسه معلومه نه ده چې په نیول شویو کسانو کې د دې مظاهرې تنظیموونکي هم شامل دي او که هغوی بېرته د خیبرپښتونخوا ایالت پر لور تښتېدلي دي.


د خیبرپښتونخوا اداره د عمران خان د تحریک انصاف ګوند په لاس کې ده.


نقوي خبریالانو ته وویل چې معترضان اوس تیت پرک شوي دي.


هغه اعلان وکړ چې نن به ښوونځي بېرته پرانیستل شي او لویې لارې او سړکونه به خلاص شي.


د کورنیو چارو وزیر دا یادونه هم وکړه چې په دې مظاهره کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن د ورځې په اوږدو کې خبریالانو ته جزییات ورکړل شي.


نقوي همداراز یادونه وکړه چې د افغان کډوالو په اړه یوه مهمه پرېکړه به په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي.




د پاکستان پوځ پرون وروسته له هغه خپل سرتېري په اسلام آباد کې ځای پرځای کړل چې د پوځ لږترلږه درې سرتېري ووژل شول.


همداراز له معترضانو سره په نښتو کې لسګونه امنیتي ځواکونه ټپیان شول چې د ځینو یې وضعیت نازک بلل شوی دی.


د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پوځ او امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله د تحریک انصف ګوند د پلویانو له‌خوا اوښتې ده.


تحریک انصاف ګوند پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې پولیسو په اسلام آباد کې پر معترضانو مخامخ ډزې کړي او هغه ویډیو یې خپره کړې ده چې د کراچۍ ښار یو چارواکی په هغه کې وايي، روانه بې‌عدالتي د پاکستان په تاریخ کې ساری نه لري.

Читайте на 123ru.net