World News in Pashto

افغانستان کې پر ناوړه بشري وضعیت اندېښنه؛ ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو رواني ناروغۍ زیاتې شوي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د لګېدلو محدودیتونو او نورو ناخوالو له کبله د افغان مېرمنو رواني ناروغۍ زیاتې شوۍ دي.

"یواین‌ایچ‌سي‌آر" وايي، د افغانستان او نورو هېوادونو څه باندې شپېته میلیون ښځې او نجونې چې له خپلو مېنو څخه په جبري ډول بېځایه شوي، د جنسیټ پر بنسټ د تاوتریخوالي له لوړې کچې ګواښونو سره مخامخ دي.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" ویاندې شابیا مانټو Shabia Mantoo پرون په ژنیو کې د څرګندونو پر مهال یادونه وکړه چې په افغانستان کې ښځې د دې ناخوالو له کبله له رواني ناروغیو سره لاس ګرېوان دي.

مېرمن مانټو وویل، د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی په نړۍ کې له بشري حقونو د سرغړونو ترټولو پراخه بڼه ده.

هغې خبرداری ورکړ چې دا ګواښ د هغو نجونو او ښځو لپاره لا زیات دی چې په ټولنو کې یې جګړې روانې دي او یا دوی له خپلو کورونو وتلو ته مجبوره شوې وي.

مېرمن مانټو په ځانګړې ډول د افغانستان یادونه وکړه چې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو له کبله ښځې او نجونې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.

هغه زیاتوي: "په افغانستان کې پر ښځو او نجونو زیاتېدونکي محدودیتونه، د کورني تشدد پراخه کچه او په ټوله کې مخ په خرابېدو اقتصادي وضعیت، د رواني ناروغیو بحران پراخ کړی دی. د یواین‌ایچ‌سي‌آر همکارې موسسې د هغو ناروغانو د شمېر د زیاتېدو خبره کوي چې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چې مېرمن مانټو په پرونۍ غونډه کې وړاندې کړل په هغو هېوادو کې چې کړکېچونه په‌کې روان دي، د جنسي تاوتریخوالي موارد د تېرکال پرتله په سلو کې پنځوس زیات شوي دي چې په سلو کې ۹۵ یې له ښځو او نجونو سره شوی تاوتریخوالی دی.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر"د ویاندې په وینا، دا راپورونه د اصلي حقیقت کوچنۍ بېلګې دي.

په ژنیو کې په پرونۍ غونډه کې مېرمن مانټو او نورو ګډونوالو مېرمنو له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین یادونه هم وکړه.

د دې کمپاین په مناسبت د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل هم پر خپله ایکس پاڼه په افغانستان کې له شپږم ټولګي د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر تعلیم د بندیز یادونه یوځل بیا کړې او ویلي يې دي چې دا کار د تعلیم لپاره د اساسي بشري حقونو هغه سرغړونه ده چې هېڅ راز توجیه نه لري.

دې سازمان لیکلي چې طالبان باید نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته ولاړې شي او هغه پلمې دې نورې بندې کړي چې د خپلې تبعیضي آجنډا د پرمخ بیولو لپاره یې کاروي.

د طالبانو حکومت د هغو راپورونو په اړه چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونو په اړه خپاره شوي دي تازه غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې یې تل دا خبره کړې چې دوی د ښځو حقونو ته د شریعت د احکامو په چوکاټ کې درناوی کوي.

Читайте на 123ru.net