په افغانستان کې سوړ ژمی او د ګاز نیونې د پېښو زیاتېدل؛ څرنګه د مرګژوبلې مخنیوی کېدای شي؟
په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو او هوا په سړېدو هر کال د ګاز نیولو له امله د مرګژوبلې زیات راپورونه خپرېږي.
ډېری افغانی کورنۍ د ژمي په موسم کې د خپلو کورنو د تودولو لپاره له ګاز او د ډبرو سکرو له سوځولو کار اخلي چې وخت ناوخت د خلکو د مرګژوبلې، ګاز او سکرو نیولو لامل ګرځي.
بېوزلي، د بې کیفیته سون توکو کارول او بې احتیاطي د ګاز نیونې او ورته پېښو ستر لاملونه بلل کېږي.
د کابل ښار اوسېدونکې بانو حیدري وایي، ډېری کورنۍ د بېوزلۍ له امله په ژمي کې د خپلو ځانونو او کورونو د تودولو لپاره او په صندلۍ کې چې د تودوخي له لومړنیو وسیلو ده، د ډبرو سکاره په کې سوځي او د ګاز د خطرونو په اړه د احتیاط نه کولو له امله مرګونې پېښې رامنځته کېږي.
نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
هغه زیاتوي: "خلک ډېر لوړي اقتصادي وس نه لري، د صندلۍ کارول او د سکرو نه تازه کول او په سمه توګه یې نه چمتو کول د دې لامل ګرځي چې خلک ګاز ونیسي او هر کال ډېرو خلکو ژوند واخلي، باید په دې اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي."
بلخوا د ګازو د کارونې په اړه د بې احتیاطۍ له امله په رامنځته شویو پېښو کې د ځینو قربانیانو کورنۍ وایي، باید د دغو سون توکو او ګازو په کارو کې ډېر پاملرنه وشي.
د هرات ولایت اوسېدونکی وحید احمد الکوزي چې د تره زوی په خونه کې د ګازو د خپرېدو له امله په اورلګېدنه کې مړ شوی، ازادي راډیو ته یې وویل: "زما د تره زوی مخکې په یو شرکت کې کار کاوه او هلته اشپز و، کله چې سهار تللی و او اشپزي یې پیل کړه، نورو همکارانو یې ګازه خوشې پرېښی و، کله چې یې غوښتل ګاز ولګوي یو دم اور لګېږي، لومړی یې سترګې زیانمنې شوې چې ویې نه کړای شول له خونې راووځي، له بده مرغه په خونه کې کاملاً سوځېدلی و او جنازه مو یې راوویسته."
د غور ولایت اوسېدونکی یاسین اژند بیا ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د سون توکو د خراب کیفیت او د غیرمعیاري وسایلو امله تېر کال په دغه ولایت ډېر خلک د ګازو د نیولو له امله مړه شول.
دی په دې باور دی چې د د ګازي بخاریو خراب کیفیت په کورنیو کې د ګازو نیولو تر ټولو ستر لامل دی.
هغه وویل: "تېر کال د ګاز نیولو له امله په اټکلي ډول شاوخوا لس کسان مړه شول او ښایي سلګونه نور په روغتونو کې بستري شوي وي، د خلکو نابلدي او دا د بې کیفیته بخاریو راتګ دغه راز د سکرو ټیټ کیفیت یې لاملونه دي."
خو ولې هر کال د ژمي په رارسېدو د افغانانو تر منځ د ډبرو سکرو او ګازو د مسمومېدو له امله د مړینې کچه لوړېږي او ډېر خلک وژني؟
د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه، د ګاز نیولو د خطرونو د مخنیوي او عامه پوهاوي په اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ویاند شرافت زمان د دغه وزارت د پلانونو په اړه وپوښتي، خو نوموړي پوښتنې ځواب نه کړې.
دغه راز د طالبانو د حکومت د نورم او ستنډرد ادارې هم د بې کیفیته او غیرمعیاري ګازي بخاریو د وادارتو د مخنیوي په اړه د کړنو په تړاو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړي.
له دې سره یو شمېر روغتیا پالان وایي چې کورنۍ باید د ژمي په موسم کې باید د تودوخي وسایلو په ځانګړې توګه د ګازي بخاریو او د ډبروسکرو کارولو په اړه جدي پام وکړي څو په خبره یې د ګاز نیولو له ګواښونو مخنیوی وشي.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر جمعهزاده ازادي راډیو ته وویل ګاز نیونې او سکرو نیول دواړه یو ډول لاملونه او پایلې لري.
هغه وویل: "هغه کسان چې په کورونو کې د ډبرو سکاره سوځوي یا هم د بلوطو سکاره سوځوي، باید لومړی یې ډېر ښه تازه کړي بیا دې په ازاده فضا کې کېښودل شي چې مونو اکساید ګاز یې چې د تنفس د بندېدو او مړینې لامل کېږي، باید لرې کړل شي."
ډاکتران دغه راز د لیمو د اوبو څښل او ازادي فضا ته د ګاز نیونکو کس انتقال له لومړنیو مرستو بولي او وایي چې په داسې پېښو کې یې دا لارې چارې وکارول شي.
د یادونې ده چې مونو اکساید ګاز بې بوی، بېرنګه او د مشخصو ځانګړتیاوو پرته او د هوا په پرتله لږ سپک کاربن دی او د خورا لوړ خپریدونکي وړتیا له امله په چټکۍ سره په ټول چاپېریال کې راټولېږي او د مرګ خطر رامنځته کوي.
لیدل کېږي چې هر کال د ژمي په موسم کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ډبرو سکرو او ګازو د مسمومېدو له امله د کورنیو د مړینې لامل ګرځي.