د افغانستان او ویسټ اینډیز د کرکټ لوبډلې نن یو ځل بیا سره مخامخیږي
ټاکل شوې ده چې نن ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټ اینډیز سره په شارجه کې مسابقه وکړي. افغان لوبډلې د دوشنبې په ورځ هم په متحد عربي اماراتو کې له ویسټ اینډیز سره د شل اورونو لوبه وکړه چې هغه لوبه یې د اته دیرش منډو په توپیر وګټله. په پام کې ده چې د افغانستان او ویسټ اینډیز لوبډلې سبا هم سره مخامخ شي. د شل اورونو دا درې لوبې نړیوال جام ته د تیارو لپاره دي. ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي. په... Читать дальше...