19 мая 2025 года

World News in Pashto

Май
2025
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Все новости

Mashaalradio.com 

د بلوچستان په ګلستان کې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي

د بلوچستان د قلعه عبدالله ضلعې په ګلستان کې یوې بمي چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۱ یې ژوبل کړي دي. د هغې ضلعې ډيپټي کمېشنر محمد رياض سما ټيليويژن او عرب نيوز ته ويلي چې حمله د سرحدي ځواکونو (اېف سي) له کلا سره نېږدې شوې ده. د هغه په وينا امنيتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی خو ۳ ملکي کسان وژلي شوي او ۱۱ زخميان دي. د هغه په وينا چاودېدونکي مواد په يو موټر کې ځای پر ځای شوي وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو پر ټولنيزو رسنيو ليکلي چې په وژل شويو کې د فريد ترين په نامه د دوی يو ملګری هم وو. د پي ټي اېم يو مخکښ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د (د می په ۲۰مه) پیکنګ ته سفر وکړي چې د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي. د راپورونو له مخې د دې سرمشریزې هدف د سیمه ییزې سولې او امنیت اندیښنو ته رسېدل دي. په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار چین ته روان شوی دی. د هغه د سفر هدف د لوړې کچې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستل دی. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۰مه په کابل کې د دې سرمشریزې اول دور غونډه جوړه شوه چې پکې طالبان، پاکستان او چین شامل وو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر موټر چلوونکي: د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د دوهم لین سړک لپاره راڅخه پیسې اخیستل کیږي

په داسې حال کې چې د کابل – جلال اباد په لویه لار له موټر چلوونکو نه هره ورځ د جلال اباد او پلازمینې ترمنځ د دوهم لین سړک د جوړېدو لپاره پیسې اخیستل کیږي یو شمېر موټر چلونکي وايي د یو کال په تېرېدو هم د سړک د جوړېدو درک نشته. دوی وايي په وروستیو کې دیاد سړک د جوړېدو چارې په ټپه درېدلي دي، او دا چې له دوی اخیستل کېدونکې پیسې پر کومې لوري ځي دوی نه پوهیږي. د کابل – جلال اباد د لویې لارې یو موټر چلوونکي سردار اغا ازادي راډيو ته وویل: [کار پرې نشته، اوس مهال یې کارونه ولاړ د، خو موږ نه پیسې اخیستل کیږي،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کراچۍ کې د افغانانو د قالينو له کارخانو يوه پاتې ده چې اوس يوازې تارونه جوړوي

په کراچۍ کې پخوا د افغان کډوالو په کمپ کې د قالينو جوړولو ۴ کارخانې وې خو اوس یوه پاتې ده. هغه يوه هم قالينې نه اوبدوي بلکې يوازې د مېږو او پسونو له وړيوو تارونه جوړوي. دلته کارکوونکي وايي قالينې به افغانانو جوړولې خو بهر نړۍ کې به د پاکستان په نوم خرڅېدلي. اوس دا کارخانې ځکه د پخوا په شان ګټه او توليد نه لري چې پاکستان له خېل هېواده افغان کډوال اېستلي دي. په اېستل شويو کډوالو کې هغه کارېګر هم دي چې د قالينو د جوړولو هنر یې زده وو. په دې اړه د نياز علي دا ويډيو راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کاتولیک عیسویانو نوي مشر د اوکراین له ولسمشر سره ولیدل

د کاتولیک عیسویانو مذهبي مشر پاپ لیو څوارلسم د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره ولیدل. د اوکراین ولسمشر د رومن کاتولیک کلیسا مشر ته سترګې په لار و چې د اوکراین په وړاندې د روسیې د نژدې 39 میاشتنۍ جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مرسته وکړي. د می په اتلسمه له زیلینسکي سره د پاپ لیو لیده کاته د هغه په رسمي توګه د دندې تر پیلولو وروسته دي. دا د پاپ له یو څو شخصي غونډو څخه یوه وه چې د پاپ په توګه د ټاکل کېدو تر مراسمو وروسته شوې. لیو په خپله دعا کې وویل: "شهید اوکراین د یوې عادلانه او تلپاتې سولې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په نیویارک کې د مکیسکو یوه بېړۍ له پله سره ټکر شوې ده

له بروکلین پله سره د مکسیکو د سمندري ځواکونو د روزنې د یوې کښتۍ د ټکر کېدو په پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه. په دې پېښه کې، د بېړۍ ټولې درې ستنې، یا عمودي برخې ماتې شوې او په نتیجه کې يې په ۲۷۷ مسافرو کې ترهه خپره شوه. دا بیړۍ د برېښنا له پرې کېدو وروسته له پله سره ټکر شوه. د راپورونو له مخې، هیڅوک په اوبو کې نه دي لویدلي او پله ته هم جدي زیان نه دی رسیدلی. دا بېړۍ د سې شنبې له ورځې راهیسې له منهاټنه د ایسلینډ پر لور روانه وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په منهاټن کې له پله سره د مکسیکويي بېړۍ ټکر

د عیني شاهدانو په اخیستې ویډیو کې هغه شیبه ثبت شوې چې د شنبې په ورځ د مکسیکو د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ د نیویارک له بروکلین پله سره ټکر شوه. په دې پېښه کې دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول. د نیویارک ښاروال ایریک اډمز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، دا پیښه اعلان کړه. ویډیو دلته وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران فورم غونډه د طالبانو د استازو په ګډون په تهران کې پیل شوه

د تهران د خبرو د فورم څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون د ۵۳ هیوادونو د استازو په حضور سره پیل شوه. یوه ورځ مخکې، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سعید خطیب زاده ویلي وه چې افغانستان د تهران د خبرو اترو د فورم د اجنډا یوه مهمه برخه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، چې د دې ډلې د یوه پلاوي مشري کوي، د شنبې په ورځ تهران ته ورسید او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې ولیدل. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدل په څه مانا ده؟

د طالبانو د حکومت د چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعاملاتو زیاتوالي ته په پام، د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اړیکو دا پراختیا د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي نړیواله انزوا راکمه او د افغانستان د اقتصادي ننګونو لپاره حل لارې ومومي. د نړیوالو اړیکو شنونکي غوث جانباز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له دې تماسونو کې د سیمې دهېوادونو هدف د سیاسي ملاتړ په پرتله د امنیتي ګواښونو مخنیوی او د اقتصادي ګټو ترلاسه کول دي: "د طالبانو هدفونه... Читать дальше...