د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د تحریمونو د کمېټې په اړه رایګیري کېږي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه میاشت د هغې مسودې پرېکړه لیک ته رایه ورکوي چې د افغانستان د تحریمونو کمیټې ۱۹۸۸ له تحریمونو سره مرسته کونکي د تحلیل او څارني ملاتړي تيم د ماموریت موده غځوي. د دې کمېټې دنده د روانې فبرورۍ په ۱۷ مه پاې ته رسیږي او تمه ښودل شوې چې دا ماموریت به د یو بل کال لپاره وغځول شي.