World News

په بغلان کې سیلابونو له ۳۰۰ ډير کسان وژلي دي

په بغلان کې سیلابونو له ۳۰۰ ډير کسان وژلي دي

د افغانستان په بغلان ولايت کې سېلابونو له ۳۰۰ زیات کسان وژلي او له ۲۰۰۰ زیات کورونه یې وران کړي دي. د ځينو کورنيوو ټول غړي وژل شوي او د ځينو یې يوازې يو يا دوه کسان پاتې دي. ګڼ خلک په خيمو کې ژوند کولو ته مجبوره شوي دي. که څه هم نړيوالو مرستې پيل کړې دي خو سېلاب ځپلي وايي بيړني کار ته اړتيا ده چې بهتره سرپناوې او خواړه ورته برابر شي. اوس هم د بارانونو لړۍ نه ده ودرېدلې او د نورو سیلابونو خطر شته دی.

په دې اړه دا ويډيو راپور وګورئ.

Читайте на 123ru.net