25 мая 2024 года
Май
2024
26
27
28
29
30
31

Все новости

Mashaalradio.com 

اسراییل د انصاف نړيوال عدالت پر امر سربېره پر رفح ښار بمباري جاري ساتلې

سلام وویل، اسراییل باید "په رفح کې په سمدستي توګه خپل پوځي عملیات او کوم بل داسې اقدام ودروي چې په غزه کې د فلسطینيانو د ژوند شرایطو ته زیان رسولای شي او يا په بشپړ یا جزوي بڼه فزیکي تباهي رامینځته کولای شي."

Mashaalradio.com 

محمد ايوب له ۴۰ کلونو راهيسې بې وزله ماشومانو ته درس ورکوي

په اسلام اباد کې د محمد ايوب په نوم يو کس له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په هغه ښار کې بې وزله ماشومانو ته درس ورکوي. نوموړي وايي دا کار له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د اسلام اباد په پارکونو او ميدانونو کې مخ ته وړي او ماشومانو ته په غير رسمي ښوونځي کې زدکړې ورکوي۔ ويډيويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

برلېن کې د کلتوري جامو، نڅا او موسیقۍ مېله شوې

د جرمني په سرښار برلېن کې د بېلا بېلو کلتورونو یوه مېله شوې چې پکې ګڼو کسانو برخه واخیسته. د هغه مېلې کتو ته په سلګونه کسان ورغلي ول او له نڅاګانو او کلتوري موسیقۍ یې خوندونه واخیستل. په دې اړه مليحې اميرزاده د رویټرز خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.

Mashaalradio.com 

بودايان جاوا ټاپو کې خپل معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي

له اندونيزيا، ماليزيا، تایلینډ او سینګاپوره په لسګونه بودايي راهبان له ویساک ورځې وړاندې د تودونګ د مراسمو د یوې برخې په توګه د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د بوروبودور معبد ته لسګونه کيلوميټره پلی سفر کوي. هغوی وايي چې د مینې له پیغام سره راوتلي دي، له چا سره مذهبي اختلاف نه لري او په رنګارنګۍ کې د یووالي طرفدار دي. د بودمت پيروکاران به اندونیزیا کې، چې اکثریت یې د مسلمانانو دی، یو شمیر نورو عبادت خانو ته هم ورځي او په بېلا بېلو مذهبي رسوماتو کې به برخه اخلي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ راپور.

Mashaalradio.com 

د انصاف نړيوال عدالت اسراييلو ته په رفح کې د پوځي عملياتو د "سمدستي درولو" امر کړی

سلام وویل، اسراییل باید "په رفح کې په سمدستي توګه خپل پوځي عملیات او کوم بل داسې اقدام ودروي چې په غزه کې د فلسطینيانو د ژوند شرایطو ته زیان رسولای شي او يا په بشپړ یا جزوي بڼه فزیکي تباهي رامینځته کولای شي."

Mashaalradio.com 

پروان کې "ارغوان ګل" مشاعره کې يوازې نارينه شاعرانو ګډون وکړ

د افغانستان په پروان ولایت کې په پسرلي کې د ارغواني ګلونو راټوکېدو سره سم مېله جوړول یو دود ګرځېدلی دی. سږ کال هلته د طالبانو حکومت له دغه دود سره سم يوه مشاعره جوړه کړې وه چې یوازې نارينه شاعرانو ګډون پکې کړی وو. په کابل د طالبانو له واکمنۍ سره که یو خوا پر موسیقۍ او سېنماګانو بندیزونه لګېدلي نو بلخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه او کالجونه هم تړل شوي دي. دا مهال يوشمېر ښځې شاعرانې د بندیزونو له کبله په ښکاره خپل اظهار نه شي کولای خو په کورونو کې دننه شعرونه لیکي او له خپلو نېږدو ملګرو سره یې شریکوي. Читать дальше...