د ایران ختیځ کې هیلیکوپټره نسکور شوې؛ د ایران ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او ځینې نور چارواکي په کې مړه شوي
د ایران دولتي تلوېزیون تایید کړه چې ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل دولتي هیئت، د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شوي دي.
ژغورونکو نن سهار د هیلیکوپټرې د نسکورېدو په ساحه کې د الوتکې د بدنې ټوټې وموندې.