تر دې لږ څه مخکې د پاکستان د پوځ ویاند تایید کړه چې په افغانستان کې یې ځینې هدفونه ویشتي وو. تر څنګ یې پاکستان خبر ورکړی چې له امریکا سره یې د ترهګرۍ ضد هڅو او همکاریو په باب بحثونه روان کړي. صفي الله ستانکزي له خپلو مېلمنو سره ددې اونۍ مثلث کې پر همدې بحث کړئ.
د قرغیزستان حکومت ویلي چې د مې د میاشتې د اوولسمې او اتلسمې په شپه کې په پلازمېنه بشکیک کې د بهرنیانو په شمول ۳۰ محصلان ژوبل شوي دي. د پاکستان حکومت تایید کړې چې لږترلږه ۱۵ وګړي یې د بشکیک په پېښو کې ټپیان شوي دي. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د قرغیزي څانګې د راپور له مخې، دا تاوتریخوالی د پاکستان له دیپلوماتیک غبرګون سره مخامخ شوی دی. د هند او پاکستان چارواکو په بشکیک کې خپلو اتباعو ته ویلي چې د اوسیدو له ځایونو ونه وځي.