World News

پولينډي ځوانان ولې د ګرميو رخصتي په پوځي روزنه کې تېروي؟

پولينډي ځوانان ولې د ګرميو رخصتي په پوځي روزنه کې تېروي؟

د پولينډ يوشمېر ځوانان وايي، مخکې به يې د ګرمیو (اوړي) په رخصتیو کې چکرونه وهل او سيلونه به يې کول خو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسيې یرغل د پولينډ د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي، نو ځکه د خپل هېواد د دفاع لپاره اوس په رخصتیو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي. دا راز د پولينډ پوځ هم د رضاکارانو د روزنې لپاره ځانګړی پروګرام پیل کړی او وايي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې هېواد په لومړي ځل له دومره لوی خطر سره مخامخ شوی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.

Читайте на 123ru.net