World News

علي وزیر: د ګيله من روغتيايي حالت اوس هم ښه نه دی

علي وزیر: د ګيله من روغتيايي حالت اوس هم ښه نه دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ علي وزیر وايي ډاکټرانو ورته ويلي چې د ګيله من وزیر په روغتیايي حالت کې څه بهتري نه ده راغلې. هغه د مشال راډيو سره په دې ځانکړې مرکه کې وویل چې پولیسو تر اوسه هېڅ‌ نه دي‌کړي او منتظر دي چې پر ګيله من برید کوونکي ونیول شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د دوی د مرکزي کمېټې غړی او نوموتی شاعر ګيله من وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې د ازاد داوړ په نامه يو تن په مشرۍ د څو تنو تر برید لاندې راغی او سخت یې زخمي کړي. داوړ په اسلام اباد کې د جایدادونو د اخیستو او خرڅولو کاروبار لري او د تحريک انصاف غړی دی. تر اوسه نوموړي او په اسلام اباد کې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د علي وزیر سره مرکه دلته وګورئ چې د مشال راډيو همکار ګوهر مسید ورسره په اسلام اباد کې د پيمز روغتون مخې ته کړې ده.

Читайте на 123ru.net