World News

پاکستانۍ نخښه ويشتونکې په اولمپېک سياليو کې برخه اخيستل وياړ ګڼي

پاکستانۍ نخښه ويشتونکې په اولمپېک سياليو کې برخه اخيستل وياړ ګڼي

د جولای پر ۲۶مه په پاريس کې پيلېدونکو اولمپېک سیالیو کې د ګډون لپاره یوه پاکستانۍ نخښه ویشتونکې کشماله طلعت هم ټاکل شوې ده. کشمالې د پنجاب په جهلم کې د پوځي او نړیوالو روزونکو لخوا د نخښې ویشتو روزنه ترلاسه کړې ده. هغه وايي چې په پاکستان کې په ټوپک نخښه ویشتل د نجونو لپاره یو ټولنیز بندیز ګڼل کېږي خو هغې په بېلا بېلو سیالیو کې د مډالونو په ګټلو سره دا ثابته کړه چې نجونې هم د هلکانو په څیر نخښه ویشتلی شي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ راپور.

Читайте на 123ru.net