پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې پر اېکس د بندیز لیرې کولو غوښتنه کړې
![پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره کارکوونکې ادارې پر اېکس د بندیز لیرې کولو غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-40b6-08dc5ee0ae80_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې اېکس شبکه د فبرورۍ له ۱۷مې بنده ده او د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) په ګډون د بشري حقونو لسګونو سازمانونو او ټولنو له اسلام اباده غوښتي دي چې هغه ټولنیزه شبکه دې ژر بحاله کړي.