د اسلام اباد په ارزان بازار کې اور لګېدلی دی
![د اسلام اباد په ارزان بازار کې اور لګېدلی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a4bf-08dca0e3e9ef_tv_w800_h450.jpg)
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ارزان بازار کې د اور لګېدو په پېښه کې تر ۵۰۰ زیات دوکانونه سوځېدلي دي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د اسلام اباد د پرمختیايي چارو ادارې (سي ډي اې) ته د جولای ۱۰مې د اور د پلټنو امر کړی دی. په هغه بازار کې زیاتره دوکانونه د پښتنو دي او پکې تر دې مخکې هم د اور لګېدو پېښې شوې دي. ویډیويي رپورټ.