په خوست کې ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
![په خوست کې ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-b513-08dca0d01743_tv_w800_h450.jpg)
د خوست په تڼیو کې د قومي مخورو او ځايي اوسېدونکو په هڅو د دوو کورنیو ترمینځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. په پخوانۍ دښمنۍ ښکېل لوري خوشاله دي او وايي چې د بدیو ژوند یې له ډېرو ستونزو او ناخوالو ډک وو. دوی له نورو دښمنیو لرونکو کورنیو څخه هم د بدیو ختمولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.