پاکستان کې د ناامنیو بېلابېلو پېښو کې ۶ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي
![پاکستان کې د ناامنیو بېلابېلو پېښو کې ۶ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-26a4-08dbfd6a8e60_cx27_cy12_cw69_w800_h450.jpg)
په سیند کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټرټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) په کراچۍ ښار کې د ټي ټي پي د یو مهم قومندان د نیولو دعوه کړې ده. پوځ په پېښور کې د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړی دی.