د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د پوهنتونونو مالي ستونزې هواروي
![د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د پوهنتونونو مالي ستونزې هواروي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-68d5-08dca72e9246_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا د لوړو زده کړو چارو وزیر هغه راپورونه ناسم بللي دي چې وايي صوبايي حکومت یوشمېر پوهنتونونه تړي. مینا خان د جولای پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د مالي ستونزو یا خرابې کارکردګۍ له وجې د هېڅ پوهنتون تړلو پرېکړه نه ده کړې. ده زیاته کړه چې حکومت د پوهنتونونو د مالي ستونزو هواري لپاره یوه کمېټي جوړه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د "آج" په نوم د اردو ژبې ورځپاڼې وویل چې صوبايي حکومت د مالي مشکلاتو او ناقصه کارکردګۍ پر اساس د ۱۴ پوهنتونونو پر تړلو غور کوي. نور په رپورټ کې.