World News

په اوړي کې د عراقي کردستان دهوک ته ډېر سېلانیان ورځي

په اوړي کې د عراقي کردستان دهوک ته ډېر سېلانیان ورځي

د عراق کې په بغداد او ځینو نورو ځایونو کې په اوړي کې ډېر ګرمۍ وي او تودوخه ډېر وخت د ۴۵ درجې سینټي ګرېډ نه پورته وي. خلک له ګرمۍ د خلاصون لپاره د کردستان سیمې دهوک ته ځي. دهوک کې ډېر ښکلي غرونه، د اوبو تالابونه، چمنونه او ابشارونه شته. سیلانیان په دهوک کې له خپلو کورنیو او دوستانو سره د هغه ځای د ښایسته موسم او نظارو څخه خوند اخلي. هغوی وایي چې په دهوک کې استوګنه او خواړه ارزان دي او بهر ته د تللو پرتله ورته هغه ځای ډېر ښه تمامېږي. منور شاه د اسوشيېټېډ پریس لپاره په دې اړه یو ویډیو راپور جوړ کړی دی چې نور حال پکې لیدلای شئ.

Читайте на 123ru.net