World News

مولانا فضل الرحمان وايي وېره لري چې خیبر پښتونخوا د وسلوالو لاس ته لوېږي

مولانا فضل الرحمان وايي وېره لري چې خیبر پښتونخوا د وسلوالو لاس ته لوېږي

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان دعوه کړې ده چې په خیبر پښتونخوا کې تر لمر پرېوتو وروسته پولیس تر تاڼو پورې محدود وي او وسلوال ګرځي. نوموړي د جولای پر ۲۰مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې له چتراله تر ډېره اسماعیل خان او ان تر بلوچستان پورې ټوله سیمه "د وسلوالو په قبضه" کې ده. د جمعیت مشر په خپلو خبرو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون پر وسلوالو ډلو هم انتقاد وکړ او و یې ویل چې وسلوالې ډلې له یو بل سره تړلې دي. ده وویل چې وسلوال یوازې د ریاست پر ضد نه جنګېږي بلکې ملکیان هم په نښه کوي. مولانا فضل الرحمان وویل چې ریاست یا دولت د امنیت په ګډون د ګڼو چارو مسوول دی او باید خپله ذمه واري په سمه توګه ترسره کړي. د پاکستان حکومت لا د نوموړي د دعوو او څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو ملکي او امنیتي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. چارواکي دا هم وايي چې پولیس او پوځ په مړانه د وسلوالو پرضد جنګېږي. د پاکستان وفاقي حکومت په جون کې د "ترهګرۍ پرضد" د "عزم استحکام" په نوم عملیات اعلان کړل چې په خیبر پښتونخوا کې یې د جمعیت په ګډون نورو حکومت مخالفه ګوندونو او ولسي مشرانو مخالفت وکړ. خو حکومت وايي چې د امنیت لپاره عملیات اړین دي. د جمعیت مشر په خبرو کې دا هم وویل چې د روان کال په جنورۍ کې یې کابل ته په خپل سفر کې د طالبانو له حکومتي چارواکو سره رغنده خبرې وکړې او له اسلام اباد سره یې د هغوی د اړیکو سمولو هڅه وکړه خو د پاکستان حکومت په دې لړ کې مناسب اقدام و نه کړ. اسلام اباد په وروستیو کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په نېږدې راتلونکې کې کابل ته ځي چې د طالبانو له حکومت سره تعلقات ښه کړي. بشپړه مرکه وګورئ.

Читайте на 123ru.net