World News

بنګلادېش کې د مظاهرو پر مهال تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي

بنګلادېش کې د مظاهرو پر مهال تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي

د بنګلادېش حکومت د زده کوونکو د قهرجنو مظاهرو د مخنیوي لپاره د پلازمېنې ډاکې په ګډون په لویو ښارونو کې ګرځبندیز (کرفیو) لګولی او موده یې هم غځولې ده. د جنوبي اسیا د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه روان دي چې پر مهال یې د زده کوونکو د مخالفو ډلو ترمینځ د تاوتریخوالي او اخ و ډب په پېښو کې شاوخوا ۱۲۰ کسان وژل شوي دي. ناقدین وايي چې په سرکاري ملازمتونو د برخې ځانګړې کولو پروژه د وزیراعظمې حسینه واجد د ملاتړیو ګټه رسوي. حکومت وايي چې مظاهرچیان دې په سرکاري نوکریو کې د ځانګړې برخې یا کوټې د نظام په اړه د سپریم کورټ پرېکړې ته انتظار وباسي. د اې اېف پي او رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Читайте на 123ru.net