پاکستان په فرانکفورټ کې پر خپله قونسلګرۍ "حمله غندلې" ده
![پاکستان په فرانکفورټ کې پر خپله قونسلګرۍ](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-7058-08dc17e7737c_cx11_cy0_cw88_w800_h450.jpg)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا نه ده روښانه کړې چې پر قونسلګرۍ حمله چا او ولې کړې او نوعیت یې څه وو. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جرمني څانګې دعوه کړې ده چې د "پاکستان حکومت یې د سوله ییزو مظاهرو د ګډوډولو هڅې" کوي.