World News

تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي

تحریک انصاف د عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي

د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني استازو، مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو له زندانونو څخه د خپل رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي په ګډون د ګوند د نورو مخکښه مشرانو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي. د جولای ۲۴مې د مظاهرو ګډونوالو د نه خوړلو علامي اعتصاب یا بوک هړتال هم وکړ. له دې پرته د تحریک انصاف پلویانو د امنیت ټینګښت او ګرانۍ ختمولو غوښتنې هم وکړې. دا په داسې حال کې ده چې یو عدالت روانه میاشت د عدت تر ختمېدو مخکې د نکاح په قضیه کې د تحریک انصاف د رهبر عمران خان او د هغه د ښځې بشرا بي بي د خوشې کولو امر وکړ خو هغوی د توشه خانې په قضیه کې په زندان کې دي. خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې له ګرفتارېدو راهیسې بندي دی. له دې پرته د تحریک انصاف یوشمېر نور مخکښه مشران هم په بېلابېلو قضیو کې بندیان دي چې د خوشې کولو لپاره یې پلویانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي او د ګوند د نورو مشرانو او غړو پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي. ویډيويي رپورټ.

Читайте на 123ru.net