World News

خلک وايي د چمن پر وره اوښتو لپاره ساعتونه انتظار باسي

خلک وايي د چمن پر وره اوښتو لپاره ساعتونه انتظار باسي

د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمینځ پر لاره د خلکو تګ راتګ پیل شوی دی خو هغوی شکایت کوي چې له ستونزو سره مخامخ دي. د چمن اوسېدونکي او کاروباریان وايي، پر وره د اوښتو لپاره ساعتونه انتظار باسي. د چمن د پخواني پرلت د پنډیانو (لغړیانو) د ټولنې مشر غوث الله د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د تګ راتګ او د پنډیانو د روزګار ستونزو په اړه یې له چارواکو سره خبرې روانې دي چې ژر به هوارې شي. په سیمه کې خلک وايي چې پر وره یوازې د چمن او سپین بولدک اوسېدونکي په شناختي کارډ او تذکره تګ راتګ کولای شي. دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۲۱مه پرلتوالو اعلان وکړ چې حکومت یې غوښتنې منلې دي نو ځکه خپله نهه میاشتنۍ احتجاجي ناسته ختموي. د بلوچستان او پاکستان حکومتونو لا د لارې پرانیستو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو د پوځ ویاند جنرال احمد شریف د جولای پر ۲۲مه خبري غونډې ته ویلي ول چې د دوو هېوادونو ترمینځ د خلکو تګ راتګ باید یوازې په پاسپورټ او ویزه وشي. ویډیويي رپورټ.

Читайте на 123ru.net