هغه ډاکتر چې روږدی شوی و، اوس د نورو روږدو درملنه کوي
![هغه ډاکتر چې روږدی شوی و، اوس د نورو روږدو درملنه کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7a31-08dcaca696e0_tv_w800_h450.jpg)
د هرات اوسېدونکی عبدالکریم کلونه په نشهيي توکو روږدی و، اوس د روږدو کسانو د درملنې په یوه مرکز کې په نشهيي توکو د اخته کسانو درملنه کوي.
هغه وايي، په ایران کې پر نشهيي توکو اخته شو او افغانستان ته له بېرته ستنېدو سره یې پرېکړه وکړه څو نشهيي توکي پرېږدي.