د افغانستان د شپږو لوبغاړو په ګډون د پاریس المپیکي سیالۍ پیلېږي
![د افغانستان د شپږو لوبغاړو په ګډون د پاریس المپیکي سیالۍ پیلېږي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-f473-08dcad5e15f7_tv_w800_h450.jpg)
د فرانسې په کوربهتوب په پاریس کې د سږ کال المپیکي سیالۍ نن جمعه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې پیلېږي او د اګست میاشتې تر ۱۱مې دوام کوي.
د افغانستان درې نارینه او درې ښځینه لوبغاړې د درې رنګه بیرغ لاندې په دې سیالیو کې ګډون کوي.