World News

ملګرو ملتونو په سپیره ولسوالۍ کې ۸۴ پراختیایي پروژې پلې کړې

ملګرو ملتونو په سپیره ولسوالۍ کې ۸۴ پراختیایي پروژې پلې کړې

د خوست ولایت د سپیرې په لیرې پرته ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مالي ملاتړ د اوبو، ساتندویه دیوالونو، ویالو او کلیوالي سړکونو د پروژو کار بشپړ شو. په دې برنامه کې، چې یو کال یې دوام وکړ، تر ډېره د خلکو د کار موندنې لپاره وه او په ترڅ کې یې د یادې ولسوالۍ په ۷۱ کلیو کې ۸۴ پروژې پلې شوې. ځايي خلکو په دې پروژو خوښي څرګنده کړه، خو ویې ویل چې د یادې سیمې خلک لا هم د ژوند په هره برخه کې ګڼې ستونزې لري او د دا ډول نورو پروژو پلي کېدل غواړي. ویډیویي رپورټ.

Читайте на 123ru.net