World News

تورخم کې ځینې افغانان پر ویزې لرلو سربېره پاکستان ته نه دي پرېښوول شوي

تورخم کې ځینې افغانان پر ویزې لرلو سربېره پاکستان ته نه دي پرېښوول شوي

په تورخم کې پاکستان ته د تلونکو ځینو افغانانو د ستنولو بهیر دوام لري. پاکستاني چارواکي وايي چې هغوی طبي یا د تعلیم ویزې په ناسمو یا جعلي اسنادو ترلاسه کړې دي. په تورخم کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) یو چارواکي افسر خان مشال راډیو ته وویل چې روانه اونۍ یې ۱۲۰ افغانان په جعلي اسنادو د ویزو اخیستو له وجې پاکستان ته له داخلېدو منع کړل. هغه وویل چې پلټنو وښوده چې هغه کسان ناروغان یا زده کوونکي نه ول. خو مساپر وايي چې ویزې ورته په کابل کې اېجنټانو د پاکستان له سفارته اخیستي دي. ویډیويي رپورټ.

Читайте на 123ru.net