World News

د خوست ځوان واجدالله، له پنډیتوبه تر طب پوهنځي څنګه ورسېد؟

 د خوست ځوان واجدالله، له پنډیتوبه تر طب پوهنځي څنګه ورسېد؟

واجدالله، چې له ماشومتوبه په خوست ښار کې پنډیتوب کوي او د لاس ګاډۍ په مرسته شیان له یوه ځایه بل ته لېږدوي، په افغانستان کې د کانکور په وروستیو پایلو کې د ۳۴۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی دی. واجدالله، چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره سخت کار کوي، په خپل وخت کې زده کړې هم کوي او د خپلې بریا پټ راز د خپل عزم او سخت کار په اړه وایي چې هېڅوک باید ستونزې د زده کړو په وړاندې بهانه ونه ګرځوي، ځکه هر کس کولی شي د کار او زده کړې ترمینځ توازن وساتي. په ټولنیزو شبکو کې، ګڼو خلکو د هغه د انځورونو په خپرولو سره ورته مبارکۍ ویلې او هغه یې د افغان ځوانانو لپاره یو الهام بخښونکی مثال بللی دی. ویډیویي رپورټ

Читайте на 123ru.net