World News

د بشري حقونو فعالان: ځوانان د بې روزګارۍ له وجې له هېواده بهر ځي

د بشري حقونو فعالان: ځوانان د بې روزګارۍ له وجې له هېواده بهر ځي

په خیبر کې د بشري حقونو فعالان وايي چې په وروستیو کې له هغې ضلعې څخه په ناقانونه ډول بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو تګ زیات شوی دی. دوی وايي چې اکثر ناراجسټره سفري شرکتونه ځوانان نورو هېوادونو ته لېږدوي چې له وجې یې هغوی بیا په بهرنیو هېوادونو کې پټ اوسېدو ته اړ شي او ډېر مشکلات ګالي. دوی وايي، هغه ځوانان په ناقانونه ډول په نورو هېوادونو کې سخت کارونه کوي او روغتیايي اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري. چارواکي وايي چې د غیر رجسټر سفري شرکتونو او اېجنټانو پرضد اقدامات کوي. حکومتي ادارې وايي چې خلک کولای شي چې په قانوني ډول نورو هېوادونو ته ورشي او هلته کار وکړي. نور په دې رپورټ کې.

Читайте на 123ru.net