World News

خلک له حکومته د کورمې د جګړې ودرول غواړي

خلک له حکومته د کورمې د جګړې ودرول غواړي

په کورمه کې د روانو نښتو له امله پر لویه لار مال وړونکي ګاډي ولاړ او د نورو سیمو مزدوران د سر خوندي کولو لپاره په وتلو دي. ځايي خلک پوښتنه کوي چې ولې تر اوسه پورې حکومت دا جګړه نه ده درولې؟

د جولای پر ۲۴مه په بوشارو کې د مدګي کلي او مليخېلو د اوسېدونکو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر پیل شوې جګړې د شيعه او سني وګړيو ترمنځ فرقه ییز شکل خپل کړ. د جولای تر ۲۹مې پورې په دې نښته کې ۴۲ کسان وژل شوي او له ۱۶۰ زیات ژوبل شوي دي.

حکومت او يوي قومي جرګې د جنګ د ودرولو کوښښ کړی خو بریالي شوي نه دي. په دې اړه د نبي جان اورکزي ويډيو راپور وګورئ.

Читайте на 123ru.net