سلګونه کسان په سپین بولدک کې د سرحدي دروازې د پرانیستلو لپاره شېبې شمېري
![سلګونه کسان په سپین بولدک کې د سرحدي دروازې د پرانیستلو لپاره شېبې شمېري](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-68b6-08dcb094e2a0_tv_w800_h450.jpg)
سلګونه مسافر د چمن-سپین بولدک دواړو خواوو ته د اوښتو لپاره په دغه سرحدي دروازه کې په تمه دي.
د افغانستان په کندهار ولایت کې دغه سرحدي دروازه یوازې د پاسپورټ درلودونکو پرمخ خلاصه ده.
په تېرو وخت کې د افغانستان او پاکستان وګړو د هویت کارتونو په درلودلو سره کولای شول چې په دې دروازه تګ راتګ وکړي.