World News

د بلوڅانو یووالي کمېټي وايي د کراچۍ پولیسو یې ۸ غړي نیولي دي

د بلوڅانو یووالي کمېټي وايي د کراچۍ پولیسو یې ۸ غړي نیولي دي

د بلوڅانو یووالي (یکجهتي) کمېټۍ ویلي دي چې پولیسو یې په کراچۍ کې اته غړي نیولي دي. هغه کمېټي د ورکو بلوڅانو د موندلو او د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوي. د کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د کراچۍ د خبریالانو په مرکز کې یې خبري غونډه کول غوښتل چې پولیسو یې له ودانۍ بهر د پینځو ښځو په ګډون اته غړي ونیول. پولیس وايي، د هغو کسانو مخونه پټ ول نو ځکه یې د امنیت په خاطر د شک پر اساس ونیول. پولیس زیاتوي، له هغوی پلټنې کوي او که بې ګناه وي نو خوشې به یې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ پرلت روان دی. ویډیويي رپورټ.

Читайте на 123ru.net