په بادغیس کې ښځو د اچارو کارخانه جوړه کړې ده
![په بادغیس کې ښځو د اچارو کارخانه جوړه کړې ده](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-0795-08dcaf06cd82_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان په بادغیس ولایت کې ښځو د اچار کارخانه جوړه کړې ده. په هغه کارخانه کې شاوخوا ۴۰ ښځې کار کوي چې ډېری یې په ۲۰۲۱ز کال کې پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له لوړو زده کړو او په حکومتي ادارو کې له کاره بې برخې شوې وې. د ترشي یا اچار اچولو د کارخانې کارکوونکې وايي د د مالي ستونزو له وجې یې ژوند ګران شوی وو خو اوس د کورنۍ مرسته کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.