کراچۍ کې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ پر مظاهرچیانو د پولیسو تشدد پرضد احتجاج شوی دی
![کراچۍ کې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ پر مظاهرچیانو د پولیسو تشدد پرضد احتجاج شوی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-3715-08dcb383b24c_w800_h450.jpg)
د اګست پر درېیمه د مظاهرې ګډونوالو د سیند پر پولیسو او حکومت نیوکې وکړی او پر مظاهرینو یې تشدد او د هغوی نیول یې وغندل. په مظاهره کې د فعالانو ترڅنګ د پوهنتونونو او کالجونو استادانو او زده کوونکو هم ګډون وکړ. هغوی د بلوڅانو یکجهتي کمېټۍ په حق او د پولیسو مخالفت کې نعرې هم ووهلې.