د بنګلادېش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد استعفا ورکړې او له هېواده وتلې ده
![د بنګلادېش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد استعفا ورکړې او له هېواده وتلې ده](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-1003-08dcb5381080_w800_h450.jpg)
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د بنګلادېش په پلازمینه ډاکه کې او نورو ښارونو کې مظاهرو او تاوتریخوالی زیات شوی وو. د اګست پر څلورمه په هغه هېواد کې په مرګونو مظاهرو کې لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول چې په غبرګون کې یې د اګست پر پینځمه قهرجنو مظاهره چیانو د صدرات په ماڼۍ هم یرغل ور وړی.