World News

برېتانوي مېرمن د ۱۰۲ مې کلیزې په مهال له الوتکې ټوپ وهلی

یوه ۱۰۲ کلنې برېتانوۍ مېرمن له الوتکې ټوپ وهلی دی. منیټ بیلي وویل چې دا یې له پخوا ارمان و چې داسې وکړي. د دې زړور کار پر مهال هغې د پيراشوټ کارولی، چې له هوا څخه په خوندي توګه د راکوزېدو لپاره کارېږي. ټوپ وهلو سره هغې د روغتیايي ادارو لپاره مالي مرستې هم راټولې کړې دي. له الوتکې څخه ټوپ وهل، چې ورته "سکای ډایوینګ" وايي، یو ډېر په زړه پورې او جالبه تجربه وي چې په کې ټوپ وهونکی لومړی له الوتکې څخه په ازاد ډول ښکته کېږي، او بیا په ټاکلي وخت کې پيراشوټ خلاصوي چې د رفتار کمېدو او خوندي کوزېدو کې مرسته کوي. د اسوشېټېډ خبري اژانس له ویډیو څخه جوړ رپورټ.

Читайте на 123ru.net