World News

د لیک لوست نړیواله ورځ: د پېښور یو بنسټ بې وزله ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي

د سېپټېمبر پر اتمه د سواد یا لیک لوست د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي چې موخه یې په دې اړه پوهاوی زیاتول دي. پاکستان د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې پکې مېلیونونه ماشومان له رسمي زده کړو بې برخې دي او پکې ګڼ خلک لیک لوست نه شي کولای. په پېښور کې د رڼا چایلډ وېلفېیر فاونډېشن په نوم یو خیریه ناحکومتي بنسټ د ښار هغو ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي چې د غربت له وجې ښوونځي ته نه ځي او مزدوري کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Читайте на 123ru.net