World News

په ځاځي اریوب کې يو سړي په خپل لګښت روغتون جوړ کړی

د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یو بهرمیشتي افغان پانګوال په خپل شخصي لګښت د مور او ماشوم ۲۲ بستریز روغتون جوړ کړی، چې د سېپټېمبر په ۱۰مه پرانیستل شو.

مسوولینو وویل، په دې روغتون ټول ۷ لکه اویا زره ډالر لګښت شوی او موخه يې د مور او ماشوم د مړینې د کچې راټیټول، د ناروغانو اساسي درملنه او هغوی ته د باکیفیته درملو وړاندې کول دي.

افغانستان تر اوسه هم په هغو هېوادونو کې دی، چې د روغتیايي خدمتونو د کمښت له کبله په کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده.

نور حال په دې ویډیويي راپور کې:

Читайте на 123ru.net