World News

د امريکا استخباراتي ادارې: په جيورجيا ايالت کې د رای ورکولو اړوند جعلي ويډيو خپره شوې

د امریکا استخباراتي ادارو پرون پر هغې ډلې چې د روسیې ایجنټان بلل شوي، تور ولګاوه چې د امریکا په جیورجیا ایالت کې یې د رای ورکولو په اړوند یوه جعلي ویډیو خپره کړې ده.


د امریکا درېیو مهمو استخباراتي ادارو، د ملي استخباراتو د مشر دفتر ODNI، د تحقیقاتو فدرال ادارې FBI او د سایبري او تاسیساتو امنیتي ادارې CISA پرون د دې ویډیو په اړه یو ګډ بیان خپور کړ.


په خپره شوې ویډیو کې یو تن چې ځان د هایتي کډوال بولي ادعا کوي چې، ګنې د هویت ګڼ کارتونه لري او د پنج‌شنبې په ورځ یې د جیورجیا په دوو ولسوالیو کې څوځلې مرستیال ولسمشرې او په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کانديدې کامالا هریس ته رایه ورکړي.


جورجیا له هغو اووه ایالتونو څخه دی چې د نوامبر د پنځمې په انتخاباتو کې د مېرمن هاریس او د هغه د سیال پخواني جمهوریپال ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ د انتخاباتي مبارزې د مهم ډګر حیثیت لري.


د امریکا استخباراتي ادارو په خپل ګډ بیان کې ویلي دي چې، دا ویډیو د روسیې د نفوذي کسانو له‌خوا جعل شوې او د مسکو د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې هدف یې د امریکا د انتخاباتو د اعتبار په اړه د بې‌بنسټه پوښتنو رابرسېره کول او د امریکا په خلکو کې د اختلاف راوستل دي.




بیان زیاتوي چې، د روسیې نفوذي فعالانو یوه بله جعلي ویډیو هم جوړه کړې وه چې په هغه کې یې بیا د ډیموکرات ګوند له انتخاباتي ټکټ سره یو تړلی امریکایی وګړی، د بډو په اخیستلو تورن کړی و.


په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د دوی د څېړنو نتیجه پر هغو معلوماتو ولاړه ده چې استخباراتي ادارې لاس‌رسی ورته لري او د روسیې د نفوذي کسانو پخوانیو عملونو لکه د ویډیوګانو او د ناسمو معلوماتو د خپرولو پخوانیو هڅو هم تایید کړې ده.




د جیورجیا د بهرنیوچارو ایالتي وزیر براډ رافینسپیرګر Brad Raffensperger هم مخکې ویلي و، چې دا ویډیو جعلي ده او احتمالا په انتخاباتو کې د اختلافونو او ګډوډیو د رامنځته کولو لپاره د روسي ایجنټانو له‌خوا جوړه شوې ده.


رافینسپیرګر د پنج‌شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د ده دفتر هم له‌دې ویډیو خبر شوی او زیاتوي چې دا ویډیو جعلي او د انتخاباتو پرمهال په عمدي ډول د ناسمو معلوماتو د خپرولو یو مثال دی.


رافینسپیرګر په خپل بیان کې ویلي چې، دا کار احتمالا د بهرنیو لاسوهنو یوه هڅه وي.


د امریکا استخباراتو څو میاشتې مخکې هم ویلي و، چې د روسیې نفوذي فعالان پلان لري چې په امریکا کې هغه اختلافونه نور هم زیات کړي چې ګنې د خلکو په منځ کې شته او د ټرمپ په ګټه تبلیغ وکړي.


د روسیې حکومت په‌دې اړه ادعاوې تل رد کړې دي.

Читайте на 123ru.net