World News

د عراق د شيعه‌ګانو مشر په خپل هېواد کې د بهرنۍ مداخلې د مخنيوي پر اړتيا ټينګار کړی

د عراق د شیعه‌ګانو ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي سیستاني په خپل هېواد کې د بهرنۍ مداخلې د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی.


سیستاني دا ټینګار وروسته له‌دې وکړ چې، د ایران له لوري د عراق له خاورې پر اسراییل د برید د احتمال په اړه راپورونه خپاره شول.


د ایت‌الله سیستاني د دفتر وېبپاڼې د دوشنبې په ورځ د (عقرب ۱۴مه) د هغه له قوله لیکلي: "وسلې باید یوازې د حکومت په لاس کې وي او په عراق کې بهرنۍ لاس‌وهنه په ټولو ابعادو کې باید پای ته ورسېږي."


د دغه بانفوذه شیعه مشر په وینا، عراقیان باید له تېرو تجربو درس واخلي او له بحران څخه د وتلو، د هېواد د بریالیتوب او پرمختګ لپاره هڅه وکړي او دا کار تر هغه وخته ممکن نه‌دی چې، د هېواد د ادارې لپاره د لارې نقشه جوړه نه‌شي.


د هغه په ټکو، داسي نقشه چې په هغې کې د وړتیا معیار ته پاملرنه، په ټولو شکلونو کې د بهرنۍ مداخلې مخنیوی، د قانون حاکمیت او په ټولو کچو کې د فساد پر ضد مبارزه شامله وي.


ده همداراز ویلي، داسې ښکاري چې عراقیان د دې هدفونو د پوره کولو لپاره اوږد سفر په مخکې لري.

Читайте на 123ru.net