World News

ډونالډټرمپ په ټاکنو کې له بري وروسته خپله لومړۍ ګومارنه اعلان کړه

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ اعلان کړی چې، سوزي وایلز به د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو د مشرې په توګه وګوماري.


وایلز د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین یوه له دوو مدیرانو څخه وه.


ټرمپ په یوه بیان کې هغه د داسې مېرمنې په توګه یاده کړې چې له ده سره یې مرسته وکړه چې، د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستر سیاسي بري ته ورسېږي.


په انتخاباتو کې له بري وروسته سوزي وایلز د ټرمپ لومړۍ ګومارنه ده او هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشري کوي.

Читайте на сайте