World News

د طالبانو له لوري اووم اعدام؛ نن په پکتیا ولایت کې یو کس په عام محضر کې اعدام شو

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اعلان کړی چې، په پکتیا ولایت کې یې یو کس د قتل په تور اعدام کړی دی.


د دوی د سترې محکمې په اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلې چې، د دوی په وینا د "قصاص" دا حکم نن چهارشنبه د پکتیا په یو ورزشي لوبغالي کې د زرګونه کسانو په وړاندې عملي شو.


د اعلامیې په ټکو قصاص شوی کس محمد ایاز نومېده او د پکتیا ولایت د میرزکي ولسوالۍ اوسېدونکی وو چې د یو کس په وژلو تورن وو، خو په اعلامیه کې د مقتول په اړه هیڅ ډول معلومات نه‌‌دي ورکړل شوي.


یوې ولسي سرچینې چې نه يې غوښتل نوم یې په‌دې راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل، د قتل دا پېښه د تېر جمهوري حکومت پر مهال رامنځته شوې او اعدام شوی کس د مقتول د کورنۍ له هغه مهال بښل شوی هم و.


د ازادي راډيو خبريال هڅه وکړه چې د قاتل او مقتول له کورنیو سره خبرې وکړي، خو له هڅو سره‌‌‌‌‌سره بریالي نه شولو.


پرون سه‌شنبه په پکتیا ولایت کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی و، چې د دغه ولایت په ورزشي لوبغالي کې کې یو کس د قتل په تور د دوی په خبره قصاص کوي.




په‌‌دې خبرتیا کې له خلکو غوښتنه شوې وه، چې نندارې ته ورشي.


د حریت په نوم د طالبانو یوې پلوي رسنۍ یوه لنډه ویډیو خپره کړې چې، په‌‌کې ښکاري د اعدام سیمې ته یو زیات‌‌شمېر خلک ور روان دي.




دا پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنۍ وروسته د اعدام اوومه پېښه ده چې په عام محضر کې عملي کېږي.


که څه هم د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلامیه کې دا نه‌‌دي ویل شوي چې، د اعدام څرنګوالی کوم ډول و، خو له‌‌دې وړاندې طالبانو تر ډېره په عام محضر کې د قتلونو په تور خلک په ډزو ویشتلي دي.


د طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د لومړۍ ځل لپاره په فراه کې یو کس د قتل په تور اعدام کړ.


له‌‌‌دې وروسته په لغمان او جوزجان کې هم ورته پېښې تکرار شوې چې، ګڼ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.


ملګروملتونو دا ډول سزاګانې د ژوند کولو له بنسټیزو حقونو سره ټکر او ظالمانه بللي دي، خو طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې افغانان اسلامي اصولو ته پابند دي او د اسلامي قوانینو په رڼا کې دا ډول سزاګانې ټاکل کېږي.




که څه هم د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو د اعدام د تطبیق له پرېکړو سره مخالفت ښودلی، خو طالبانو نه یوازې دغه ډول سزاګانې بندې کړي نه‌دي، بلکې د اعدامونو ترڅنګ یې په عام محضر کې د تعذیري سزاګانو ورکول دوامداره کړي دي.


د تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په مې میاشت کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د طالبانو محکمو تر اوسه د اعدام ۱۷۵، د سنګسار ۳۷ او تر دېوال لاندې کولو ۴ پرېکړې کړي دي.


د دې محکمې مرستیال عبدالمالک حقاني په یو ویډیو پیغام کې ویلي وو، دا ټولې پرېکړې د طالبانو د رهبرۍ شورا ته استول شوي او تر تصویب وروسته به په نوبتي ډول عملي شي.

Читайте на сайте